افغانستان د انرژۍ برخه کې نړيوالو پانګوالو ته هرکلی ویلی

د افغانستان حکومت نړیوالو سازمانونو ته چې د دې هېواد د انرژۍ پر سکټور پانګونه کوي، هرکلی ویلی دی.

متحد عربي اماراتو کې د افغانستان د انرژۍ سکټور په اړه د سیمه‌ییزو او نړیوالو سازمانونو دوه ورځنۍ غونډه پرون دوشنبې پای ته ورسېده.

په‎ دې غونډه کې چې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت او د امریکا د نړیوالو پراختیايي مرستو ادارې "یو، اِس، اې، ای، ډي" په ملاتړ جوړه شوې وه د منځنۍ اسیا، منځني ختيځ، اروپايي هېوادونو او امریکا د لږ تر لږه ۲۰۰ شرکتونو استازو ګډون کړی وو.

د افغانستان حکومت د نړیوالو سازمانونو استازو ته بلنه ورکړې چې د دې هېواد د انرژۍ پر منابعو پانګونه وکړي.

د غونډې ګډون کوونکو تر ډېره حده افغانستان کې د نوې کېدونکې انرژۍ [Renewable] پر منابعو او تولید پر امکاناتو خبرې وکړې.