امریکا د نیویارک چاودنې په تړاو د افغاني‌الاصله امریکايي لټه کې دی

امریکایي چارواکي وایي په نیویارک کې د سپټمبرد اولسمې چاودنې په تړاو په یوه ۲۸ کلن سړي پسې دي.

سیمه ییزو پولیسو نن د دغه سړي تصویرونه خپاره کړل او هغه یې احمدخان رحمي یو افغاني الاصله امریکایي یاد کړی دی.

د نیویارک ښاروال وویل چې دغه سړی ممکن له ځان سره وسله ولري او هغه خطرناک دی.

د منهاتن په چلسي سیمه کې په چاودنه کې ۲۹ کسان ژوبل شوي و.