د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د یاد ولایت په غني خېلو ولسوالۍ د سیاچو په سیمه کې د دوشنبې په ورځ غرمه مهال ناڅرګنده وسله والو دوه قومي سپين ږیري وژلي.
د ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي وايي، یادو مشرانو غوښتل چې د غني خېلو ولسوالۍ څخه مرکز جلال اباد ته ولاړ شي، په یاده سیمه کې د وسله والو له لورې تر ښکته کېدو وروسته په ډزو ویشتل شوي دي.
نوموړی وايي، ولایتي ادارې امنیتي مسولینو ته دنده سپارلې چې د پېښې عاملین پيدا کړي.
تر اوسه هیڅ یوې وسله والې ډلې ددې پيښې مسولیت نه دی منلی.