د روسیې پارلمان یا دوما لپاره د څه باندې نوي فیصده شمېرل شویو رأیو نتیجه ښیي چې واکمن د "متحدې روسیې ګوند" اکثریت رأیې ګټلې دي.
د روسيې پارلماني انتخاباتو په سلو کې ۹۳ شمېرل شویو رأیو رسمي نتیجې ښیي چې واکمن د "متحدې روسيې ګوند" د دوما د ۴۵۰ څوکیو څه باندې ۳۴۰ څوکۍ ګټلې دي.
دا د دې ګوند لپاره کافي څوکۍ دي چې په ولسي جرګه کې دوه درېیمه برخه اکثریت وساتي.
د پارلماني انتخاباتو نتیجې نن وختي په مسکو کې د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون لهخوا اعلان شوې.
د نتیجو له مخې د "متحدې روسیې ګوند" د ګوندونو د لېست په حساب په سلو کې ۵۴،۲۸ رأیې ګټلې دي.
هغه کاندیدان چې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین له ملاتړه برخمن دي هم په ۲۲۵ ځانګړو انتخاباتي حوزو کې مخکې دي.
د دو وروستیو پارلماني انتخاباتو خلاف د دوما نیمایي څوکۍ به د ملي ګوندونو د لست پراساس غوره کېږي او پاتې ۲۲۵ به په ځانګړو سیمو کې د انتخاباتي سیالیو له لارې ټاکل کېږي.
د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون مشرې ایلا پمفیلووا وویل، د متحدې روسیې ګوند به د ګوند د رأیو پر اساس د دوما ۱۴۰ څوکۍ وګټي او ۲۰۳ څوکۍ به د انفرادي انتخاباتي حوزو له لارې یوسي.
یوازې درې نور ګوندونه چې ټول کرېمېلن او پالېسیو تهیې وفادار دي، د یکشنبې د ورځې په انتخاباتو کې بریالي شوي چې دوما ته د ننوتو ټاکلی په سلو کې پنځه حد پوره کړي.
په دغو درې ګوندونو کې کمونست ګوند په سلو کې ۱۳،۴۵ د روسیې تند ملتپال لېبرال ډموکراتیک ګوند په ۱۳،۲۴ او یوازې روسیه ګوند ۶،۱۷ رأیې ګټلې دي.
خو د یکشنبې ورځې پر انتخاباتو کم شمېر رأی ورکوونکو او یو شمېر سرغړونو هم سیوری غوړولی دی.
د انتخاباتو مرکزي کمېسیون ویلي چې په دغو انتخاباتو کې په سلو کې ۴۷،۸۱ مستحقو رأیې ورکوونکو ګډون کړی حال دا چې د ۲۰۱۱ کال په انتخاباتو کې یې شمېره په سلو کې ۶۰ وه.
چارواکي له نېږدې د مخالفتونو او ناکراریو نښې په داسې حال کې څاري چې د دغه هېواد اقتصاد د تېلو د ټیټې بیو، د لوېدیځ د بندیزونو، د انفلاسیون د زیاتوالي او د بهرنۍ پانګونې د کمېدو له وجې کمزوری شوی دی.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د انتخاباتو نتیجه وستایله او د متحدې روسیې ګوند په انتخاباتې مرکز کې یې د دې ګوند وکیلانو ته وویل چې دوی د باور رأیه اخیستې.
پوتین د هېواد کمزوري اقتصادي وضعیت ته په اشاره وویل چې وضعیت دومره ساده نهدی خلک دا احساسوي او غواړي او دا هیله کوي چې سیاسي ثبات رامنځته شي.
د متحدې روسیې ګوند مشر او د روسیې صدراعظم دېمېتري مېدوېدېف د رأی ورکولو د مرکزونو له بندېدو وروسته د متحدې روسیې ګوند پلویانو غونډې ته په وینا کې د خپل ګوند د بري خبر ورکړ.
هغه زیاته کړه:
"غواړم د خپل هېواد له ټولو وګړو مننه وکړم چې د رأیو ورکولو مرکزونو ته ولاړل او په مدني حرکت سرهیې رأیې ورکړې، دوی په زیات شمېر د متحدې روسیې ګوند ته رأیې ورکړې او حتی دا جرأت لرو چې ووایو زموږ ګوند ګټلې ده."
دغه انتخابات دغه راز د اوکراین په کریمیا ټاپووزمه کې چې په ۲۰۱۴ کال مسکو د روسیې له خاورې سره یوځای کړه هم ترسره شول.
له مختلفو سیمو د سرغړونو راپورونه ورکول کېږي.
انټرفاکس خبري اژانس دا خبر د بشري حقونو د مشرتابه شورا د څارونکو د هماهنګ کوونکي الیا شابلینسکي له قوله ورکړی دی.
هغه ویلي چې د رأیې په مرکزونو کې لیدل شوي چې سرتېري چې نومونهیې نهدي ثبت شوي په لیکو کې ولاړ رأیې کاروي او رأی ورکوونکي هم د دې پر ځای چې د پردې تر شاه په صندوقونو کې رأیې واچوي د مېزونو پر سر یې ږدي.
د ګولوس په نوم د انتخاتو څارونکې ډلې هم د سرغړونو شکایتونه ترلاسه کړي دي.
کرېملېن د دې لپاره چې رأی ورکونکو ته د شفافو انتخاباتو ډاډ ورکړي، د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان څارونکو ته هم اجازه ورکړې وه چې دغه انتخابات له نېږدې وڅاري.
تمه کېږي چې د دغه سازمان څارونکی مأموریت پر انتخاباتو د خپلې څارنې موندنې نن د ورځې په وروستیو کې اعلان کړي.