ارزګان کې د بهرنیو ځواکونو هوايي حمله کې ۸ پولیس وژل شوي

د ارزګان سیمه‌ییز چارواکي وایي چې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بريد کې اته پوليس وژل شوي دي.

په دغه ولایت کې د لویې لارې د کنډک قوماندان سمونوال رحیم‌الله خان نن ازادي راډيو ته وویل چې دغو ځواکونو د کندهار ارزګان په لویه لاره کې د پوليسو پر يوې پوستې بمبار کړى او اته پوليس‌يې وژلي دي.

ښاغلی رحیم‌الله وايي:

"بهرنیو ځواکونو دغلته هوایي بمبار کړی او ملي پولیس‌یې وژلي دي، په پېښه کې اته تنه وژل شوي او د اوو جسدونه پیدا شوي او د یوه جسد لا تر اوسه نه‌دی ترلاسه شوی، دغه پوسته درې اتاقونه لري چې درې واړه اتاقونه‌یې په یو مخ هوار کړي دي."

دغه پېښه تېره ورځ ناوخته شوې ده.

خو تر اوسه بهرنیو ځواکونو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.