سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر بارک اوباما په پام کې لري چې د عراق له صدراعظم حیدرالعبادي سره په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې وګوري.
دا کتنه نن په داسې حال کې ترسره کېږي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش له ولکې د عراق د دوهم ستر ښار موصل د ایستلو لپاره د عراق د پوځ تیارۍ روانې دي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار بین رودس پرون وویل، دواړه مشران به په خپله لیدنه کې د داعش پر ضد د روانو پوځي عملیاتو او د موصل د ازادولو په اړه خبرې وکړي.
متحده ایالاتو د روانې میاشتې په پیل کې څلور سوه اضافي سرتېري په داسې حال کې عراق ته واستول چې عراقي ځواکونه پر موصل ښار د تهاجمي حملو لپاره تیاری پیل کړی.
د داعش وسلهوالو په ۲۰۱۴ کال کې پر موصل ښار ولکه ټینګه کړه او دا په عراق کې د دې ډلې وروستۍ لویه قرارګاه ده.