غالب: مرستندویه هېوادونو د انرژۍ تولید برخه کې ژمنې کړي

افغان حکومت د هغه دوه ورځني کنفرانس کوربه دی چې هدف‌یې د انرژۍ په سکټور کې په افغانستان کې د پانګوالو هڅول دي.

د افغانستان د برېښنا او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني په دوبۍ کې د دې کنفرانس پرونۍ غونډې ته وویل، افغانستان د برېښنا د تولید پروژو د تمویل لپاره نهه میلیارد ډالرو ته اړتیا لري چې د امریکا، جرمني او نور مرستندویو هېوادونو او د نړیوالو مؤسسو لکه د نړیوال بانک، اسیايي پراختیايي بانک او نورو له‌خوا یې د دوه میلیارد ډالرو ژمنې ترلاسه کړې او له پنځو تر شپږ میلیارد ډالرو پورې د خصوصي شرکتونو پانګونو ته په تمه دی.

ښاغلي عثماني زیاته کړه چې د ګاز او اوبو او سولر برېښنا له څو شرکتونو سره خبرې روانې دي څو په افغانستان کې د برېښنا په برخه کې یې پانګونو ته وهڅوي.

په افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې د پانګونې د فرصتونو په اړه کنفرانس چې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت، د امریکا نړیوال پراختیايي ادارې «USAID» او په کابل کې د متحده ایالاتو د سفارت په مرسته جوړ شوی دی، نن پای ته رسېږي.