افغانستان د انرژۍ تولید برخه کې ۹ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري

افغان حکومت د هغه کنفرانس کوربه دی چې هدف‌یې د انرژۍ په سکټور کې په افغانستان کې د پانګونو هڅول دي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر وايي، حکومت د ګاز او اوبو او سولر برېښنا له څو شرکتونو سره د خبرو په حال کې دی، څو د برېښنا په برخه کې یې په افغانستان کې پانګونو ته وهڅوي.

علي احمد عثماني په دوبۍ کې د دې کنفرانس پرونۍ غونډې ته وویل، افغانستان د برېښنا تولید په مقصد د بنسټیزو پروژو د تمویل لپاره نهه میلیارد ډالرو ته اړتیا لري، د مرستندویو هېوادونو او ټولنو له‌خوا د دوه میلیارد ډالرو ژمنې ورسره شوې دي او د پنځو او شپږ میلیارد ډالرو تر منځ د خصوصي شرکتونو پانګونو ته په تمه دی.

عثماني: افغانستان د برېښنا د تولید په مقصد د بنسټیزو پروژو د تمویل لپاره نهه میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

د اوبو او انرژۍ د وزارت معین امان‌الله غالب چې په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره دوبۍ ته تللی وايي، یوه برخه ژمنې د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې «USAID» په څېر د نړیوالو مرستندویانو له‌خوا شوي دي.

ښاغلي غالب ازادي راډیو ته وویل افغان حکومت د پاتې برخې لپاره د خصوصي سکټور پانګونه غواړي.

دی زیاتوي:

"امریکا، جرمني او ۳۲ نورو مرستندویه هېوادونو او نړیوالو مؤسسو، نړیوال بانک، اسیايي پراختیايي بانک، اسلامي بانک او کې اف ډبلیو بانک لېوالتیا ښودلې او اوس‌مهال کار کوي، د اړتیا وړ مالي وجهې په سلو کې د شل یا دېرشو د چمتو کولو ژمنه شوې او په سلو کې د پاتې څلوېښت یا پنځوس برخې لپاره له خصوصي سکټور څخه غواړو چې راشي."

افغانستان کې تولید شوې انرژي حتی پاکستان او هند ته هم صادرېدلی شي.

د اوبو اوانرژۍ وزیر علي احمد عثماني همداراز پرون د غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل چې افغان حکومت د ګاز، د اوبو او لمر د برېښنا په برخو کې د پانګونې لپاره د متحده عربي اماراتو له ځینو شرکتونو سره خبرې کړي.

عثماني زیاته کړه چې په افغانستان کې تولید شوې انرژي حتی د هند او پاکستان په څېر نورو هېوادونو ته هم صادرېدلی شي.

ده یادونه وکړه چې افغانستان نه‌یوازې د ځان بلکې د ګاونډیانو لپاره هم د برېښنا تولید غواړي.

عثماني وویل، که په افغانستان کې د برېښنا د تولید پر تأسیساتو او پروګرامونو پانګونه وشي افغانستان به د خپلې اړتیا وړ انرژۍ پر تولید سربېره نورو هېوادونو ته هم برېښنا صادره کړای شي.

په افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې د پانګونې د فرصتونو په اړه کنفرانس چې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت، د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې «USAID» او په کابل کې د متحده ایالاتو د سفارت په مرسته جوړ شوی دی، نن دوشنبې پای ته رسېږي.