د روسیې ​"متحده روسي ​ګوند" د پارلماني انتخاباتو اکثریت ګټلی

راپورونه وايي، د روسيې د پارلماني انتخاباتو نیمايي رأیې شمېرل شوي او رسمي پایلې ښيي چې واکمن "متحده روسي ګوند" اکثریت څوکۍ ګټلي دي.

"متحده روسي ګوند" د پارلمان د استازو د جرګې له څلور سوه پنځوس څوکیو څخه درې سوه ترلاسه کړي دي.

د روسیې صدراعظم دیمیتري مېدوېدېف د رأی ورکولو د مرکزونو له بندېدو وروسته د متحدې روسیې ګوند د پلویانو غونډې ته په وینا کې د خپل ګوند د بريا خبر ورکړ.

مېدوېدېف وايي:

​"غواړم د خپل هېواد له ټولو وګړو مننه وکړم چې د رأیو ورکولو مرکزونو ته ولاړل او په مدني حرکت سره‌یې رأیې ورکړې، دوی په زیات شمېر د متحدې روسیې ګوند ته رأیې ورکړې او حتی دا جرئت لرو چې ووایو زموږ ګوند ګټلې ده.​"

د رأیو نتایج چې پرون ناوخته د ټولپوښتنې د دولتي ادارې له‌خوا خپاره شول ښيي چې درېیو نورو لویو ګوندونو د روسیې په ولسي جرګه یا دوما کې خپلې څوکۍ ساتلې دي.

د روسیې لېبرال ډیموکراټ ګوند دوهم او کمونېست ګوند په درېیم مقام کې راغلي دي.

د روسیې د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون د راپور له مخې په پرونیو انتخاباتو کې د رأی ورکولو د شرایطو لرونکو په سلو کې نه دېرش کسانو ګډون کړی و، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۱ کال کې دا رقم پنځوس په سلو کې و.