روسیه وایي، د سوریې پر پوځي ځواکونو د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو بمباري، د جنایي تېروتنې او پر اسلامي دولت ډلې د سترګو پټولو په حدودو کې وه.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن وویل چې دغه پېښه د داعش، جبهه الفتحالشام او نورو ترورېستي ډلو په وړاندې مبارزه کې له مسکو سره په نههمکارۍ کې د واشنګټن لج په ډاګه کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له واشنګټنه وغوښتل چې دغه پېښه په ریښتیني توګه وڅېړي او زیاتوي دا پېښه د هغه اوربند عملي کول له ګواښ سره مخامخ کوي چې امریکا او روسیې په ګډه رامنځته کړی دی.
د روسیې دفاع وزارت د شنبې په ورځ وویل چې د امریکا د جېت الوتکو په بمباري کې د سوریې حکومت ۶۲ سرتېري وژل شوي دي.
د امریکا پوځ دا منلې چې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې عملیاتو کې ښایي په غیر قصدي توګه د سوریې پر ځواکونو بمباري شوي وي.
د دغې پېښې پر سر د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې متحدو ایالتونو او روسیې په خپلو کې سختې ناندرۍ تبادله کړې.