د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې ۱۷ هندي سرتېري وژل شوي

د هند پوځ وایي، مشکوکو یاغیانو د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د پوځ پر یوه کمپ حمله کړې او اولس سرتېري یې وژلي دي.

په نښتو کې څلور وسله‌وال هم وژل شوي دي.

پولیسو وویل، یو نامعلوم شمېر وسله‌وال د یکشنبې ورځې سهار وختي هغې کرښې ته نېږدې چې هند او پاکستان سره جلا کوي، د اوري په ښارګوټي کې په پټه کمپ ته ننوتل.

د همالیا دا سیمه له هغې راهیسې چې د جولای په اتمه نېټه د یاغیانو یو مشهور قوماندان د هندي ځواکونو له‌خوا ووژل شو، د هند پر ضد د پراخو مظاهرو شاهده چې په وروستیو کلونو کې یې ساری نه‌دی لیدل شوی.

د ځایي اوسېدونکو او امنیتي ځواکونو تر منځ شخړو کې له اتیاو زیات کسان وژل شوي دي.