د ننګرهار ولایت چارواکي وایي د دې ولایت د اچین ولسوالۍ په مومند درې سیمه کې د هوایي برید له امله ۱۷ داعش وسلهوال ووژل شول.
د ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي وايي، دغه هوایي برید د افغان کورنیو ځواکونو لهخوا شوی چې په خبرهیې ټول وژل شوي کسان بهرني وسلهوال و، خو دا یې مشخص نهکړه چې دا وسلهوال د کوم هېواد پورې تړلي و.
داعش وسلهوالو تر اوسه د دې پېښې په تړاو رسنیو ته څه نهدي ویلي.