د نیویارک چلسي کې چاودنې ګڼ کسان ټپيان کړي

د نیویارک په چلسي سیمه کې تېره شپه په چاودنه کې لسګونه کسان ژوبل شول.

د شپې په نهه بجې له چاودنې وروسته د امریکا د فدرالي تحقیقاتي ادارې او د کورني امنیت وزارت چارواکي د نیویارک له پولیسو سره په منهاټن کې د پېښې ځای ته حاضر شول.

په نیویارک کې ځايي رسنیو ویلي چې لږ تر لږه ۲۶ تنه ټپیان شوي دي.

د نیویارک ښار د اطفائیې اداره وايي، ۲۵ تنه برسېرن ژوبل دي.