د سوريې پوځ وايي، د داعش پر ضد د امریکا په مشرۍ ائتلاف د دې هېواد په ختیځ کې پر حکومتي ځواکونو بمباري کړې ده.
د سوريې پوځ وايي، په دې هوايي حملو کې په دیر الزور سیمه کې د دوی یوه اډه په نښه شوې چې سرتېرو ته پهکې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د روسيې دفاع وزارت ویلي د دیر الزور په بمباري کې لږ تر لږه ۶۲ سرتېري وژل شوي.
اخوا بیا د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې ویلي چې د امریکا په مشرۍ ائتلاف په څو هوايي حملو کې د سوريې ۸۰ سرتېري وژل شوي دي.
د داعش پر ضد د امریکا په مشرۍ ائتلاف تر اوسه په دې اړه تبصره نهده کړې.
د امریکا په مشرۍ ائتلاف شاوخوا یو کال وړاندې په سوریه کې د داعش پر ضد هوايي بریدونه پیل کړل.