د پاکستان یوې محکمې د مشرف د جایدادونو د ضبطولو امر کړی

د پاکستان یوې محکمې د دې هېواد د پخواني ولسمشر پرویز مشرف د جایدادونو د ضبطولو امر کړی دی.

دا محکمه په ۲۰۰۱۷ میلادي کال کې د اسلام‌اباد پر سره جومات د خونړۍ حملې په تړاو د پرویز مشرف قضیه څېړي.

د محکمې قاضي پرونی حکم پر سره جومات د حملې په ترڅ کې د یوه سخت دریځه ملا عبدالرشید غازي د وژل کېدو په قضیه کې صادر کړ.

غازي د هغو څه د پاسه سلو کسانو له ډلې څخه و چې پر سره جومات یا لال مسجد د پاکستان د پوځ په برید کې ووژل شول.

د پاکستان پخواني پوځي واکمن د دې هېواد د پخوانۍ صدراعظم بینظیر بهټو د ترور او د ملي خیانت په ګډون په یو شمېر لویو قضیو کې تورن دی.