دوبۍ کې د افغانستان انرژۍ سکټور په اړه کنفرانس جوړېږي

افغان دولت نن په دوبۍ کې د افغانستان د انرژۍ د سکټور په اړه دوه ورځنی نړیوال کنفرانس جوړوي.

د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال امان‌الله غالب ازادي راډیو ته وویل په دې کانفرانس کې لسګونه نړیوالې کمپنۍ د افغانستان د انرژۍ په سکټور کې پانګونې ته هڅول کېږي.

نوموړي وویل په دې کنفرانس کې چې د «یو، اېس، اې، ای، ډي» او په کابل کې د امریکا سفارت په همکارۍ جوړېږي، شاوخوا دوه سوه کمپنۍ ګډون کوي.

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د ولسمشر په لارښونه او د کابینې په تصویب سره افغان حکومت پلان لري چې د انرژۍ چارې خصوصي سکټور ته وسپاري.