پکتیا کې د حقاني شبکې شپږ کسیزه ډله نیول شوې

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، په پکتیا ولایت کې يې د حقاني شبکې یوه شپږ کسیزه ډله نیولې ده.

د ملي امنیت له‌خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې نیول شویو کسانو د پکتیا په مرکز ګردېز کې د ځانوژونکو او بمي برید کوونکو لارښونه کوله او په یو لړ نورو ترورېستي فعالیتونو کې يې هم لاس درلود.

ملي امنیت د دې ۶ کسانو د هویت او د نیول کېدو د دقیقې نېټې په اړه څه نه‌دي ویلي.