پاکستان مهمند ایجنسۍ کې ګرځبندیز لګولی

پاکستاني پوځیانو په هغه قبایلي سیمه کې چې تېره ورځ په کې ځان وژونکي چاودنه شوې وه، په ګرځېدو راګرځېدو بندیز لګولی دی.

تېره ورځ د مومندو ایجنسۍ په یو جومات کې پر لمونځ کونکو ځان وژونکی برید وشو چې لږ تر لږ دیرش کسان په کې ووژل شول او اته ویشت نور ټپیان شول.

پاکستاني پوځیان وايي چې دپې خان په کلي کې یې چې دا برید په کې شوی، تصفیوي عملیات پیل کړي.

د پاکستاني طالبانو څخه یوې بیلې شوې ډلې جماعت الاحرار ددې پېښې مسولیت پر غاړه اخیستی دی.

تر دې مخکې د جماعت الاحرار ډلې په کوټه کې پر وکیلانو د اګست د اتمې نیټې د برید مسولیت هم پر غاړه اخیستی و.

د کوټې په برید کې ۷۳ کسان وژل شوي وو.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف په مومندو ایجنسۍ کې د پرون ورځې برید غندلی او ویلي یې دي چې د پاکستان حکومت د سخت دریځو پر ضد مبارزې ته ژمن دی.

سپینې ماڼۍ هم دا پېښه غندلې او ویلي یې دي دا برید څرګندوي چې ترهګري د سیمې ټولو هېوادونو ته ګواښ دی او امریکا د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته دوام ورکوي.