امریکا د یوه ایټالوي کورنۍ ته یو اعشاره ۲میلیونه ډالر ورکړي

د امریکا حکومت د هغه ایټالیايي مرستندویه کارکونکي کورنۍ ته یو اعشاریه دوه میلیونه ډالر ورکړي چې په پاکستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی و.

باور دی چې دا په دې ډول لومړني تاوان ورکول دي چې د امریکا حکومت یې د جګړې له رسمي سیمې بهر د بې پیلوټه الوتکې د برید د یو قرباني کورنۍ ته ورکوي.

اووه دیرش کلن ګیواني لو پورټو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د القاعده شبکې سره د یرغمل پر مهال ووژل شو.

بل امریکايي وارن وینسټین چې ۷۳ کلن و هغه هم په دې برید کې وژل شوی و.

د ایټالیوي قرباني کورنۍ ته د پیسو ورکول سپینې ماڼۍ تایید کړي دي.

تر اوسه دا نه دره روښانه چې د امریکايي تبعه کورنۍ هم دا پیسې تر لاسه کړي او کنه.