فخري: د فساد بشپړ له منځه وړل وخت ته اړتیا لري

د افغانستان له اداري فساد سره د مبارزې عالي اداره له یادې پدیدې سره پر جدي مبارزه ټینګار کوي.

د دغې ادارې رئیس سید حسین فخري نن ازادي راډیو ته وویل هیله لري چې د ملي وحدت حکومت د فساد د لمنځه وړلو په برخه کې کې لاس ته راوړنې ولري:

"تراوسه کړي کارونه ګټور و، تاسې پوهیږئ چې له فساد سره مبارزه زیات وخت او ملي بسیج ته اړتیا لري، حکومت باید په دې برخه کې یو لړ اقتصادي، فرهنګي ټولینز او سیاسي اصلاحات رامنځ ته کړي."

که څه هم ښاغلي فخري له فساد سره د ملي وحدت د حکومت مبارزه ستايي، خو ټینګار کوي چې د دې پدیدې بشپړ له منځه وړل وخت ته اړتیا لري.

دا غوښتنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې نږدې یوه میاشت وړاندې له فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز خپل کار پیل کړ، خو ویل کېږي چې تراوسه په عمل کې د دې مرکز کارونه د پام وړ نه دي.