د کاپیسا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د رموټ کنټرول ماین په چاودنه کې څلور کسه وژل شوي او پنځه ټپيان دي.
دکاپیسا د ولایتي شورا رئیس محمد حسین سنجني نن ازادي راډيو ته وویل چې چاودنه تېر ماښام د نجراب ولسوالۍ په بوته دره کې د کورنیو چارو وزارت د پخواني جنرال حاکم خان پر موټر شوې ده.
سنجني زیاته کړه چې په پېښه کې حاکم خان هم ټپی شوی.
تراوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.