د امریکا دفاع وزارت وایي، ایتلافي ځواکونو په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې یو مشر وژلی دی.
د دفاع وزارت ویاند پیټر کوک د جمعې په ورځ وویل، وایل عبدالحسن سلمان الفیاض چې په ډاکټر وایل مشهور و، د سپتمبر په اوومه د الرقة ښار ته نږدې په بمباري کې وژل شوی دی.
داسې باور کېده چې ډاکټر وایل د داعش د اطلاعاتو نومول شوی وزیر و.
پیټر کوک وایي، ډاکټر وایل د داعش یو جګپوړی غړی و چې د ترورستانو ویډیوګانې به یې چمتو کولې او هغوی ته به یې تبلیغ کاوه.