د مهمند ایجنسۍ انتحاري حملې د قربانیانو شمېر ۲۴ تنو ته ورسېد

په مهمند ایجنسۍ کې د جومات دننه د پرونۍ چاودنې د قربانیانو شمېر لږ تر لږه څلرویشت تنو ته رسېدلی دی چې څلور په کې ماشومان دي.

دا ځان وژونکې چاودنه وه چې پرون د جمعې د لمانځه پرمهال وشوه.

په دې پېښه کې چې دپي خان په کلې کې رامنځته شوه، نږدې دیرش تنه نور ټپیان شوې دي.

د جمعیت الاحرار ډله چې د پاکستان له تحریک طالبان څخه بېله شوې ده، د پېښې مسؤلیت منلی دی.