د امریکا ولسمشر بارک اوباما به د عراق له جمهور رئیس سره د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې ترڅنګ د دوشنبې په ورځ وګوري.
سپینه ماڼۍ وایي، دا غونډه په داسې وخت کې جوړېږي چې په عراق کې د اسلامي دولت له ډلې څخه د موصول ښار د نیولو لپاره پراخې تیارېانې روانې دي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت مرستیال سلاکار بن راډز وویل، دواړو مشرانو ته دا موقع برابره شوې ده چې د داعش پرضد کمپاین ته کتنه وکړي او د موصل د بیرته ازادۍ لپاره پر لارو چارو وغږېږي.
روانه میاشت امریکا عراق ته څلور سوه نور پوځیان واستول او عراقي ځواکونو د عراق د دوهم ستر ښار د نیولو لپاره تیاریانې پیل کړې.
د موصل ښار وسله والو ډلو په ۲۰۱۴ کال کې ونیو او اوس په عراق کې د هغوی پیاوړی مرکز دی.