یوه نوې ساینسي څېړنه ښيي چې احتمالاً ککړ چاپیریال په انسانانو کې د هیریدنې یا الزایمر ناروغۍ باعث کېږي.
د بریتانیا او مکسیکو د ساینسپوهانو د ګډې تحقیقاتي پروژې موندنې ښيي چې احتمالاً د ککړ چاپیریال مقناطیسي ذرې به په انسانانو کې د هیریدنې یا المزایر د ناروغۍ یو عامل وي.
د لنکاسټر Lancaster University پوهنتون استادې بارباراماهر Barbara Maher او د هغې همکارانو پر ۳۷ کسانو له تحقیقاتو وروسته د پنجشنبې په ورځ دا څرګندونې وکړي.
په دې کسانو کې له ۳ کلنو ماشومانو نیولې تر ۹۰ کلنو پورې ناروغان شامل و.
دا ساینسپوهان وايي، د بریتانیا په مانچستر ښار او مکسیکو سیټي کې په الزایمر ناروغۍ د دې اخته کسانو په ماغزو کې یې په زیاته کچه د ککړ چاپیریال- پلوشن ذرې موندلې.

دا دواړه هغه ښارونه دي چې د ککړ چاپیریال له کبله نوم لري.
که څه هم دا ساینسپوهان د الزایمر په زیاتولو کې د ککړ چاپیریال د ذرو ونډه د پام وړ بولي خو دا څېړنه تردې دمه د نړۍ د معتبرو ساینسي ادارو له خوا نه ده تایید شوې.
بریتانوۍ ساینسپوه باربار ماهر وايي چې دا موندنې د دوی د څېړنو نتیجه ده او هغه څه چې اوس باید ترسره شي دا دي چې د الزایمر لپاره د ککړ چاپیریال د زهري ذرو احتمال د مهم عامل په توګه په بشپړ ډول وڅېړل شي.
پروفیسره ماهر چې د دې پروژې مشري کوي وايي، د هغو ذرو په اړه چې په ککړ چاپیریال کې شته باید نوره څېړنه هم وشي ځکه دا ذرې خورا قوي او خلک یې عملاً له ګواښ سره مخامخ دي.

مېرمن ماهر وايي، د مقناطیسي ذرو لپاره په ماغزو کې ځای نشته نو ځکه زهري اثرات لري.
ککړ چاپیریال نړیوال صحي کړکېچ دی چې د ایچ آی وي ایډس او ملاریا تر ګډو تلفاتو زیات قربانیان لري او له ډیرې مودې راهیسې د سږو او زړه د ناروغیو او مغزي سکتې عامل هم ګڼل کېږي، خو بریتانوي او مکسیکويي ساینسپوهان وايي د الزایمر په ګډون د ماغزو د ورستېدو، د دماغي ناروغیو او د حافظې د کمزوري کېدو علت هم ککړ چاپیریال دی.