ټرمپ: بارک اوباما د امریکا متحده ایالاتو کې زېږېدلی دی

د امریکا د ولسمشرۍ د څوکۍ جمهوري پال کاندید ډونالډ ټرمپ وايي نوموړی اوس په دې قانع شوی دی چې ولسمشر بارک اوباما د امریکا په متحدو ایالتونو کې زېږېدلی دی.

تر دې مخکې ټرمپ د هغې غورځنګ یو مشر و چې د اوباما د زېږېدو د ځای په اړه یې شک څرګندوه او په دې یې پوښتنې راپورته کړې وې چې ایا بارک اوباما د امریکا هاوايي ایالت کې زېږېدلی کنه؟

ډونالډ ټرمپ پرون د خپل انتخاباتي کمپاین په غونډه کې ومنله چې اوباما د امریکا په متحدو ایالتونو کې زېږېدلی.

ډونالډ ترمپ همدارنګه خپله هغه ادعا تکرار کړه چې وايي، د اوباما د زوکړې په اړه د پوښتنو دا جنجال لومړی د ډیموکراټ ګوند کاندیدې هیلري کلینټن په ۲۰۰۸ میلادي کال هغه مهال راپیل کړی و چې نوموړې د ډیموکراټانو په خپل ګوندي انتخاباتو کې د بارک اوباما په وړاندې کاندیده وه.

مېرمن کلینټن دا ادعاوې رد کړي دي.