کري: د سوریې ټولو محاصره شویو سیمو ته باید مرستې ورسېږي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري خپل روسي سیال سرګي لاوروف ته ویلي، څو پورې چې په سوریه کې محاصره شوي خلکو ته د بشري مرستو بهیر نه وی پیل شوی، له روسیې سره به په دې هېواد کې د اسلامپالو وسله والو پر ضد د ګډو عملیاتو پر پیل موافقه ونه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي پرون خبریالانو ته وویل، د بهرنیو چارو وزیر جان کري له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره ټلیفوني خبرې کړي او هغه ته یې ویلي چې امریکا هیله لري روسیه به د بشار الاسد پر حکومت له خپل اغیز کار واخلي څو د بشري مرستو کاروانونو ته اجازه ورکړي چې د حلب ښار او نورو محاصره شویو سیمو ته ورسېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزرارت ویلي، په بشري مرستو کې د ځنډ مسله بیا بیا تکرار شوي او د نه منلو ده.

په سوریه کې د امریکا او روسیې په موافقه رامنځ ته شوی اوربند چې د سپټمبر له ۱۲ مې نېټې راهیسې پیل شوی د وړو سرغړاویو سربېره تر ډېره عملي شوی دی.

د اوربند ددې موافقې له مخې روسیه باید د بشار الاسد رژیم او امریکا باید مخالف وسله وال دې ته قانع کړي چې تاوتریخوالی راکم کړي.

د روسیې او امریکا ترمنځ د شوې دې موافقې له مخې که چېرې دا اوربند ۷ ورځې دوام وکړي او بشري مرستو ته اجازه ورکړل شي نو ورپسې به روسیه او امریکا په ګډه په سوریه کې د داعش او النصره جبهې پر ضد عملیات پیلوي.

خو راپورونه وايي چې په ځینو سیمو کې د شتو ګواښونو له کبله د بشري مرستو کتارونو ته اجازه نه ده ورکړل شوي چې محاصره شویو ښارونو ته لاره ومومي.