بیشاپ: روان کال کې به ۴ سوه زره کډوال افغانستان ته ستانه شي

د کډوالو نړیوال سازمان له پاکستان څخه د ستنېدونکو ناراجستر شوي افغان کډوالو لپاره د یو ویشت میلیونه ډالرو بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې.

د ای.او. ایم یو ویاند نیک بیشاپ د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی اټکل کوي چې د روان کال تر پایه به څلور سوه زره داسې افغان کډوال له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شي چې هلته د استوګنې قانوني اسناد نه لري.

هغه زیاته کړه:

"تاسو پوهیږئ دا یو اضطراري وضیعت دی، موږ د ۲۰۱۶ میلادي کال تر پای پورې د څلور سوو زرو په شا او خوا کې د هغو کډوالو د راستنېدو اټکل کوو چې پاکستان کې راجستر نه دي، همدارنګه "یو. این. ایچ. سي.ار " د دوو سوو زرو نورو هغو افغان کډوالو د راستنېدو اټکل کوي چې پاکستان کې راجستر دي."

د ښاغلي بیشاپ په وینا ددوی د مرستې غوښتنه د هغو ناراجستر شویو کډوالو سره د کومک لپاره ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارهUNHCR ورسره د ستنېدو پر مهال مرسته نه کوي.

د کډوالو نړیوال سازمان یا "ای.او. ایم" وايي، دوی غواړي، ناراجستر شویو راستنیدونکو کډوالو ته د ترانسپورت برابرولو په شمول، د ژمې د سړې هوا څخه د خوندیتوب لپاره یوه اندازه وسایل او د اړتیا د لومړنیو موادو بستې برابرې کړي.

ددې ادارې په یوې خبر پاڼې کې راغلي چې د مرستو دا غوښتنه یې د افغان کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د یو نیم سل میلیونه ډالرو بېړنیو مرستو د غوښتنې یوه برخه ده.