د خېبرپښتونخوا مهمند ایجنسۍ کې انتحاري حملې ۱۶ کسان وژلي

د خېبرپښتونخوا مهمند ایجنسۍ کې نن یوې ځانوژونکې چاودنې لږ تر لږه ۱۶ کسان ووژل.

په دې چاودنه کې چې د جمعې د لمانځه پر مهال په یوه جومات کې شوې ده ۲۴ کسان ژوبل شوي دي.

تر اوسه چې د مهمند اجنسۍ د نننۍ ځانوژونکې حملې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخستی.