ټرمپ د دې خبرې منلو ته تیار نشو چې اوباما امریکا کې زېږېدلی

د امریکا د ولسمشرۍ کاندید ډونالډ ټرمپ د دې خبرې منلو ته تیار نه شو چې د متحدو ایالتونو اوسنی ولسمشر بارک اوباما په امریکا کې زېږېدلی دی.

ټرمپ له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې پرون وویل، دې پوښتنې ته به په مناسب وخت کې ځواب ووايي.

دا په داسې حال کې ده چې د جمهوري غوښتونکي ګوند د کاندید ډونالډ ټرمپ انتخاباتي کمپاین ویلي، ټرمپ اوس باور لري چې ولسمشر بارک اوباما په متحدو ایالتونو کې زېږېدلی دی.

د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین ویاند جیسن میلر پرون ناوخته په یوه اعلامیه کې ادعا وکړه چې ټرمپ د یوې ناوړې پېښې په ختمولو امریکا ته لوی خدمت کړی دی.

ټرمپ مخکې ادعا کړې وه چې بارک اوباما له متحدو ایالتونو دباندې زېږېدلی دی او له همدې کبله هغه د امریکا د ولسمشرۍ په شرایطو برابر نه دی .