د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وايي، د اوکراین په ختیځ کې نوی اعلان شوی اوربند ټینګ ښکاري.
فرنک والټر شټاین مایر پرون د اوکراین د حکومت تر ولکې لاندې ختیځ ښار کراماتورسک کې وویل، اوس سر له وخت نه ده چې کره خبره وکړي خو د اروپا د امنیت او همکاري شورا ورته ویلي چې اوربند تر ډېره بریده ټینګ دی.
د اوکراین حکومت او روسي پلوه بیلتون پال بیا پر یو بل له اوربنده د سرغړونې تور لګوي.
د اوکراین په ختیځ کې د ۲۰۱۴ کال له اپریل راهیسې د حکومتي ځواکونو او روسيي پلوه بیلتون پالو ترمنځ جګړو کې ۹ زره او ۶ سوه کسان وژل شوي دي.