پوتین: خلک دې د روسيې پارلماني انتخاباتو کې ونډه واخلي

د روسيې ولسمشر له خلکو غوښتي چې د دې هېواد په راتلونکو پارلماني انتخاباتو کې ونډه واخلي.

د روسيې د پارلمان د استازو د جرګې انتخابات د روانې سیپټمبر میاشت په اتلسمه نېټه ترسره کېږي.

ولادمیر پوتین پرون په یوې تلویزوني وینا کې پر روسانو غږ وکړ چې د رایو ورکولو مرکزونو ته لاړ شي او خپل دریځ څرګند کړي.

که څه هم له تېرو دوه لسیزو راهیسې د روسيې اقتصاد له ستونزو سره مخ دی خو تمه کېږي چې واکمن د متحده روسيې ګوند او د کریملن پلوي ډلې به په دې انتخاباتو کې زیاتې څوکۍ وګټي.

د روسيې د انتخاباتو د کمېسیون مشر ویلي، که په دې پروسه کې پراخې سرغړونې او درغلي وشي نو دی به استعفا وکړي.

په روسیه کې په ۲۰۱۱ کال کې وروستي پارلماني انتخابات وشول چې د پراخو درغلیو له ادعاو ډک وو.

د دغو انتخاباتو وروسته په روسیه کې مظاهرې وشوې چې چارواکو د زور په کارولو سره غلې کړي.