د ننګرهار په نازیانو ولسوالۍ کې پرون مازدیګر یوې چاودنې د داعش ضد دوه ولسي پاڅون کوونکې ووژل.
د ننګرهار د ولایت ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د یوه بم پهواسطه شوې ده چې د پاڅون کوونکو په موټر پسې نښلول شوی و.
تراوسه چا د دې بې برید مسؤلیت چې یو بل کس په کې زخمي شوی، پر غاړه نه دی اخیستی.
تردې څو ورځې وړاندې د ننګرهار د امنيي قومندان زړور خان زاهد په حصارک ولسوالۍ کې د سړک د غاړې په یوې چاودنه کې ووژل.
ټاکل شوې د زړور زاهد لپاره سبا ته په کابل کې د فاتحې مراسم جوړ شي.