اولسن: افغان ځواکونه ورځ تر بلې د پیاوړي کېدو په حال کې دي

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، افغان ځواکونه ورځ تر بلې د پیاوړي کېدو په حال کې دي.

ریچارډ اولسن پرون د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل د افغان ځواکونو د توانمندي په لوړیدو سره وسله‎والو په لویو ښارونو کې بریدونو ته مخه کړې ده.

ښاغلي اولسن زیاته کړه:

"د افغان دفاعي ځواکونو په پیاوړي کېدو سره طالبانو خپل ظالمه تروریستي بریدونو ښارونو ته متوجه کړي دي. همدې ته په پام سره ویلای شو چې د افغانستان خلک په عمومي ډول د وسله‎والو فعالیت ته اندیښمن دي."

نوموړي په خپلو څرګندونو کې پر پاکستان سخت انتقادونه وکړل چې د ترورېزم پر ضد يې زیات څه نه دي کړي.