په سوریه کې د اوربند د موافقې تر اعلان درې ورځې وروسته، لا هم زرګونو کورنۍ د بشري مرستو د ور رسېدو په تمه دي.
سوریه کې د دوشنبې په ورځ د امریکا او روسیې په منځګړیتوب، اوربند اعلان شو.
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډي میسټورا پرون وویل چې د حلب خلکو ته یې د مرستې د موادو لارې برابرې کړې چې دوه نیم لکه کسانو ته مواد پهکې ځای پرځای شوي خو د سوريي او ترکېې په سرحدي سیمو کې بندې دي.