اولسن: وسله والو سره د پاکستان مبارزه کافي نه ده

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ریچارډ اولسن پرون پنجشنبې پر پاکستان انتقاد وکړ چې د هغو وسله‎والو ډلو پر ضد سمه مبارزه نه‎کوي چې د امریکا او افغانستان پر ګټو حملې کوي.

اولسن د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې د افغانستان او پاکستان پر حالاتو په خبرو کې څرګنده کړه چې پاکستان د طالبانو او حقاني شبکې پر ضد ځیني ګامونه پورته کړي خو کافي نه‎دي.

د پاکستان حکومت وايي چې د وسله‎والو طالبانو او حقاني شبکې پرضد پوځي عملیات یې بریالي دي.

خو د افغانستان حکومت وايي، په پاکستان کې میشتې وسله‎والې ډلې مالي ملاتړ ترلاسه کوي، پناه ځایونه لري او له هغه ځایه په افغانستان کې د خونړیو حملو پلانونه جوړوي.