یو شمېر امریکايي سناتورانو پرون د ولسمشر بارک اوباما ادارې ته خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د اداري فساد له امله د ستونزو په اړه که جدي غور ونه شي، له دې جنګ ځپلي هېواد سره د امریکا کلنۍ مرستې چې پنځه میلیارده ډالر دي، کمولای شي.
د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړي، ډیموکراټ سناتو رابرټ منندز پرون وویل:
"په افغانستان کې روان وضعیت ته که وکتل شي، نو زه نه پوهېږم چې په راتلونکي کې به په امریکا کې له افغانستان سره د مرستې پر دوام څه ډول سیاسي اراده رامنځ ته کېږي."
سناتور مینندز څرګنده کړه چې مخکې یې په افغانستان کې د امریکا د ماموریت ملاتړ کړی خو که په کابل کې حکومت د اداري فساد پر ضد په مبارزه کې خپلې هڅې زیاتې نهکړي، ښايي د ده نظر بالکل بدل شي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ریچارډ اولسن چې پرون پهدې غونډه کې و، منلې چې اداري فساد په افغانستان کې حکومت کمزوری کړی خو ټینګار يې کړی چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له اداري فساد سره په مبارزه کې د امریکا ریښتینی ملګری دی.