د روانې سېپټمبر میاشت په اتلسمه او نوولسمه نېټه په دوبی کې د افغانستان انرژي د سکتور په اړه یو نړیوال کانفرانس جوړېږي.
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د دوبی په دوه ورځني نړیوال کانفرانس کې چې راتلونکې یکشنبه پیلیږي، شاوخوا ۱۲۰ نړیوالې کمپنۍ د افغانستان د انرژۍ په برخه کې پر پانګونه خبرې او بحثونه کوي.
د اوبو او انرژۍ د وزارت مرستیال امان الله غالب ازادي راډیو ته وویل چې په دې کانفرانس کې به نړیوالې کمپنۍ وهڅول وشي چې په افغانستان کې د بریښنا د بندونو د جوړولو او بریښنا د مزو د غزولو په ګډون په مهمو پروژو کار وکړي.
ښاغلي غالب زیاته کړه:
"موږ غواړو چې خپل ټول پروګرامونه له نړیوالو کمپنیو سره شریک کړو. موږ غواړو دا کمپنۍ وهڅوو او ورته د دولت پروګرامونه او امکانات په ډاګه کړو. په اتلسمه او نولسمه نېټه به په دې کانفرانس کې موږ ټول پیکج وړاندې کړو."
ښاغلی غالب وايي، د ولسمشر اشرف غني د لارښونې له مخې د افغانستان د انرژۍ د سکتور د خصوصي کولو په پروګرام کار پیل شوی دی.
د نوموړي په وینا د دوبی په کانفرانس کې به هغه پروژې پانګونې ته وړاندې کېږي چې افغان دولت يې په راتلونکو پینځو کلونو کې د بشپړولو پلان لري.
ایا نړیوالې کمپنۍ به د دې پروژو د ترسره کولو لپاره امنیتي ملحوضات او اندیښنې ونه لري؟
د اوبو او انرژۍ د وزارت مرستیال په دې اړه وايي:
"الحمد الله موږ د انرژۍ د تولیدېدو د پروژو په برخه کې امنیتي ګواښ نه دی لرلی. همدا مهال د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت زموږ او د بریښنا شرکت پروژې تر کار لاندې دي."
د افغانستان د انرژۍ د سکتور په اړه د دوبی دوه ورځنۍ کانفرانس په کابل کې د امریکا د سفارت او د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیايې ادارې یا یو.ایس ای ډي لهخوا په همکارۍ جوړېږي.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د دوبی په کانفرانس کې ډیری ګډون کوونکی کمپنیانې د هند، ترکيې، چین مالیزیا او د امریکا د متحده ایالاتو دي.