د جرمني او فرانسې د بهرنیو چارو وزیران د اوکراین په ختیځ کې د جګړې له پیل راهیسې نن د لومړي ځل لپاره دې سیمې ته ولاړل.
د جرمني او فرانسې د بهرنیو چارو وزیران فرانک والټر شټاینمایر او ژان مارک ایرول نن کراماتورسک Kramatorsk ښار ته چې د اوکراین د حکومت په ولکه کې دی ورسېدل.
شټاینمایر او ایرول سیمې ته له رسېدو سره سم له لسګونه اعتراض کوونکو سره مخامخ شول.
اعتراض کوونکو پر پلاکاټونو لیکلي وو:
"موږ د بیلتونپالو تر ولکې لاندې سیمو لپاره ځانګړی حقوقي حیثیت نه غواړو او موږ یو اوکراین یو."
د مینسک د سولې پلان د اوکراین په ختیځ کې د بیلتونپالو تر ولکې لاندې سیمو کې چې د دونباس Donbas په نامه یادیږي د انتخاباتو او د قسمي کورواکۍ سپارښتنه کوي.
اوکرایني مشرانو پرون موافقه وکړه چې د اوکراین په ختیځ کې به له ننه اوربند نافذ وي او یوه اوونۍ به دوام کوي.
دا موافقه وروسته له هغه وشوه چې شټاینمایر او ایرول د اوکراین له ولسمشر پیترو پروشینکو سره په کتنه کې د دې هېواد حکومت وهڅاوه چې د ۲۰۱۵ کال په فبروري میاشت کې په مینسک کې د لاسلیک شوې موافقې ژمنې عملي کړي.