په پام کې ده چې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډیموکراټ ګوند کاندیده هیلري کلينټن د اوکراین له ولسمشر پیترو پروشینکو سره وګوري. دا خبر د مېرمن کلینټن کمپاین ورکړی دی.
څارونکي وايي، نوموړې دا اقدام د جمهوري غوښتونکي ګوند د کاندید ډونالډ ټرمپ په وړاندې کوي چې روسیې ته ورنېږدې شوی.
له پوروشینکو سره د مېرمن کلینټن کتنه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په څنډه کې په پام کې ده.
د کییف چارواکو پرون وویل چې پوروشینکو د امریکا د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو ته د لیدنې لپاره بلنه ورکړې خو تر دې دمه یوازې میرمن کلینټن مثبت ځواب ورکړی دی.
د ډیموکراټ ګوند چارواکي وايي چې هیلري کلینټن به له دې موقع څخه د خپل بهرني سیاست د وضاحت په مقصد کار واخلي او له اوکراین سره به خپله یووالی څرګند کړي او دا په داسې حال کې ده چې د هغې سیال ډونالډ ټرمپ د روسیې لوری نیولی دی.
میرمن کلینټن د ټرمپ دا اقدام خطرناک بللی دی.
د یوه بل خبر له مخې د هیلري کلینټن کمپاین وايي چې هغه روغه شوې او د امریکا د ولسمشرې په توګه خدمت ته تیاره ده.
د هیلري کلینټن ډاکټرې لیسا باردک Lisa Bardack په هغه لیک کې چې نن د ډیموکراټ ګوند د کمپاین لهخوا خپور شو ویلي چې هغه انتي بیوتیک اخلي، استراحت کوي او صحت یې په چټکۍ سره په ښه کیدو دی.
په لیک کې ویل شوي دي چې میرمن کلینټن د پخوا په شان روغه رمټه ده او د امریکا د ولسمشرې په توګه خدمت ته چمتو ده.
اته شپیته کلنه هیلري کلینټن تائید کړې ده چې د سیپټمبرد یوولسمې په مناسبت د جوړې شوې غونډې پرمهال یې سر وګرځید او خپل توازن یې له لاسه ورکړ.
ډاکټرانو ویلي و چې هغه د سکاروي په ناروغۍ اخته شوې ده.
د میرمن کلینټن ناروغۍ داسې اندیښنې راوپارولې چې ښايي هغه به د امریکا د ولسمشرۍ د سترې دندې لپاره چمتو نه وي.
تمه ده چې میرمن کلینټن نن بیا انتخاباتي کمپاین پیل کړي.