پاکستان کې د اورګاډو ټکر کې ۶ کسان مړه شوي

په پاکستان کې د دوو اورګاډو د ټکر په پېښه کې شپږ کسان مړه او له سلو زیات ټپیان شوي دي.

پاکستاني چارواکي وايي، یو چټک اورګاډی چې د کراچۍ ښار خوا ته روان و، له یوه باروړونکي اورګاډي سره ټکر وکړ.

د چارواکو په وینا د عوامي اکسپرس په نوم اورګاډی د ملتان په پنځه ویشت کیلومترۍ کې په شیرشاه سیمه کې له یوه ولاړ اورګاډي سره ولګید او څلور کابینونه یې واوښتل.

د راپورونو له مخې د پېښې ټپیانو ته د لومړنیو مرستو په رسولو کې هم د اختر د رخصتیو له کبله ځنډ پېښ شو.

د پاکستان د اورګاډي ادارې د بار وړونکی اورګاډي انجنیر د پېښې مسؤل بللي، ویلي یې دي چې دې انجنیر اورګاډی درولی و، خو د خطر سور څراغ یې نه و لګولی.