باردک: هیلري کلینټن صحت په چټکۍ سره په ښه کېدو دی

د هیلري کلینټن کمپاین وايي چې هغه روغه شوې او د امریکا د ولسمشرې په توګه خدمت ته تیاره ده.

د هیلري کلینټن ډاکټرې لیسا باردک Lisa Bardack په هغه لیک کې چې نن د ډیموکراټ ګوند د کمپاین له‌خوا خپور شو ویلي چې هغه انتي بیوتیک اخلي، استراحت کوي او صحت یې په چټکۍ سره په ښه کېدو دی.

په لیک کې ویل شوي دي چې مېرمن کلینټن د پخوا په شان روغه رمټه ده او د امریکا د ولسمشرې په توګه خدمت ته چمتو ده.

اته شپیته کلنه هیلري کلینټن تائید کړې ده چې د سیپټمبر د یوولسمې په مناسبت د جوړې شوې غونډې پر مهال یې سر وګرځېد او خپل توازن یې له لاسه ورکړ.

ډاکټرانو ویلي و چې هغه د سکاروي په ناروغۍ اخته شوې ده.

د میرمن کلینټن ناروغۍ داسې اندیښنې راوپارولې چې ښايي هغه به د امریکا د ولسمشرۍ د سترې دندې لپاره چمتو نه وي.

تمه ده چې میرمن کلینټن نن بیا انتخاباتي کمپاین پیل کړي.