دفاع وزارت: په ګډو عملیاتو کې ۶۲ وسله‎وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۶۲ وسله‎وال وژل شوي دي.

د دغه وزارت له‎خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا عملیات په تېرو۲۴ ساعتونو کې په غزني، پکتیکا، کندهار، ارزګان، غور، کندز، لغمان او کاپیسا ولایتونو کې ترسره شوي دي.

دفاع وزارت وایي، د دغو عملیاتو پر مهال یو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

خبرپاڼه وایي چې له وسله‎والو مخالفانو سره د جګړې پر مهال پنځه د ملي اردو سرتیرو هم وژل شوي دي.