د بشري حقونو ډلې د امریکا له ولسمشر بارک اوباما غواړي، مخکې له دې چې په جنوري کې یې د ولسمشرۍ دوره پای ته ورسېږي، د استخباراتو پخوانی قراردادي اډوارډ سنوډن وبخښي.
هغه په ۲۰۱۳ کال د امریکا محرم اسناد افشا کړل.
د امریکا د مدني ازادیو اتحادیې، د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څارنې ډلې پرون د انټرنېټ له لارې د سنوډن د بخښولو لپاره یو کمپاین پیل کړ.
سنوډن روسیه کې په تبعید کې ژوند کوي.