د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا پلټونکې اداره وایي، د امریکا میلیارډونو ډالرو مرستې په دې هېواد کې د فساد له پراخوالي سره مرسته کړې ده.
په هغه نوي راپور کې چې په جګړه کې فساد او له افغانستانه د امریکا تجربه، تر سرلیک لاندې د سیګارد ادارې مشر جان سوپکو پرون خپور کړ، په افغانستان کې د فساد بېلابېلو اړخونو ته چې د امریکا له میلیارډونو ډالرو مرستو او قرادادونو سره تړاو لري کتنه شوې ده.
په راپور کې ویل شوي چې متحدو ایالتونو د افغانستان له اقتصاد سره د لسګونو میلیارډ ډالرو په مرستې سره په دې هېواد کې د فساد له زیاتوالي سره مرسته کړې، پر دغو مرستو یې سمه څارنه نهده کړې، قراردادونه په سمه توګه نهدي او بدنامه ځواکمن کسان شریکان شوي دي.
سیګار په دغه څېړنیز راپور کې ویلي چې د افغانستان دولت د خپلو ملي خالصو عوایدو د پنځلسو نه تر پنځه څلویښت فیصدو پورې د مرستو د جذبولو ظرفیت لري چې د امریکا د بیارغونې د مرستو اندازه د دې هېواد د ملي خالصوعوایدو په سلو کې ۴۵ زیاته وه.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا پلټونکې اداره یا سیګار دغه څېړنېز راپور په داسې حال کې خپروي چې د شفافیت نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې افغانستان د نړۍ د ۱۶۶ هېوادونو په کتار کې له اخره دریم په فساد ککړ هېواد یاد کړی دی.
یوازې سومالیا او شمالي کوریا ورڅخه په فساد کې مخکې دي.