د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون پر امریکا او روسیې غږ وکړ چې په سوریه کې پر ټولو جګړه مارو ډلو فشار راولي څو په جګړو راګیرو ملکیانو ته مرستې ورسېږي.
بانکي مون پرون وویل چې شل لارۍ خوراکي مواد او د اړتیا وړ مواد لا هم د ترکیې پر پوله انتظار دي ترڅو د حلب ښار ته لاره خلاصه شي.
بانکي مون بیا وویل، ما د روسیې له حکومته وغوښتل چې له خپل اغېزه چې د سوریې پر حکومت یې لري استفاده وکړي او امریکا دې له وسلهوالو ډلو دا ډاډ ترلاسه کړي چې بشپړه همکاري وکړي.
د سېپټمبرله دولسمې په سوریه کې د ښکیلو ډلو ترمنځ اوربند شوی دی له اوربنده سرغړونې شوې دي خو په بریتانیا کې د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې تېره ورځ وویل چې په اته څلویښت ساعتونو کې په سوریه کې څوک نهدي وژل شوي.