امریکا به پر میانمر لګېدلي بندیزونه لیرې کړي

د امریکا ولسمشر د برما یا میانمار له مشرې انګ سان سوچي سره ژمنه وکړه چې پر دغه هېواد به لګیدلي بندیزونه لېرې کړي.

بارک اوباما پرون سپینه ماڼۍ کې د میانمارله مشرې سره د خبرو پرمهال وویل:

"د امریکا متحد ایالتونه دې ته تیار دي چې هغه بندېزونه لېرې کړي چې له یوې مودې راهیسې پر برما لګول شوي دي. دا سمه پریکړه ده څو دا یقیني شي چې د برما خلک د هغې نوې لارې په خاطر چې د ورځنیو چارو لپاره یې غوره کړې او هم یې نوی حکومت امتیازات وویني."

امریکا د روان کال په پيل کې یو شمېر بندیزونه له برما لرې کړي و، خو نور بندیزونه یې د سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو له راوستو سره مشروط کړي دي.

انګ سان سوچي د اپریل په میاشت کې د برما د دولت مشره شوه.