د جمهوري ریاست چارواکي وايي چې هند له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو دوهم پړاو مرستو تر څنګ ژمنه کړې چې د افغانستان په اقتصادي برخه کې پانګونه کوي.
دغه چاوراکي وايي چې د هندوستان د یو میلیارد ډالرو نوې مرسته په اقتصادي، زیربنايي او بیارغونې برخه کې لګول کېږي نه په نظامي.
د جمهور رئیس ستر سلاکار نادر نادري د چهارشنبې په ورځ له هندوستان څخه ازادي راډيو سره په مرکه کې وویل چې د دې نوي اعلان تر څنګ د هندوستان د لومړي پړاو مرستې چې په زیربنايي برخو کې وې په سیاسي او اقتصادي لحاظ ګټورې تمامې شوې دي.
قادر حبیب په دې اړه د افغانستان ولسمشر له ستر سلاکار نادر نادري سره مرکه کړې اړه له هغه څخه پوښتي چې:
Your browser doesn’t support HTML5