په هلمند کې ۱۵۲ ښوونځي تړلي دي

د هلمند د ۳۹۵ ښوونځیو څخه ۱۵۲ يې تړلي دي، سره له دې چي وسله‎والو طالبانو د هلمند د ښوونځیو د روان تعلیمي نصاب څخه په لږ توپیر ملاتړ کړی دی، خو د هلمند والي وايي د پوهني ریاست اداره بي کفایته ده، اداري فساد په‎کې اوج ته رسېدلی دی او په دې ریاست کې غیر قانوني مقرریو د معارف روان بهیر سخت زیانمن کړی دی.

د هلمند اوسېدونکي د پوهني د اوسني رئیس او ځینو مسئولینو د لیري کېدو غوښتنه کوي. د پوهني ریاست مسئولین په دې ریاست کي د فساد پړه د پارلمان پر وکیلانو او د هلمند پر مخورو اچوي.

په دې اړه نور حال له سیمې څخه د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعی په لاندې راپور کې وړاندې کوي:

Your browser doesn’t support HTML5

په هلمند کې ۱۵۲ ښوونځي ټړلي دي