ملاله د نړۍ له مشرانو ماشومانو ته اسانتیاوې برابرول غواړي

د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسف‎زۍ د نړۍ پر مشرانو غږ کړی چې په کمپونو کې مېشتو نجونو ته د تعلیم اسانتیاوې برابرې کړي چې په دې توګه له وخت نه مخکې د هغوی د ودولو او شاقه کارونو مخه ونیول شي.

ملاله دا غوښتنه په داسې وخت کې کړې ده چې ټاکل شوې ده یوې اوونۍ وروسته په نیویارک کې د کډوالو په اړه د ملګرو ملتونو سرمشریزه جوړه شي.

ملاله یوسف‎زی پوښتنه کړې چې ولې د نړۍ مشران یوازې په نمایشې ډول له ماشومانو سره خواخوږي څرګندوي حال دا چې دوی هغه یو کار نه‎کوي چې له مخې يې د میلیونونو ماشومانو راتلونکی بدلېدلی شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وايې دا مهال په نړۍ کې شاوخوا ۲۱ عشاریه درې میلیونه کسان د کډوالۍ ژوند کوي چې نیمايي ماشومان دي.

اکثره کډوال د سوريې، افغانستان او سوډان دي.